دپاکستانی چارواکو دخندا وړڅرګنده ونی
رحمت اله روان رحمت اله روان

 

که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو د پاکستان دا ادعا رد کړې چې ګواکې یو شمېر جنګیالي له ډیورند کرښې ور اوښتي او په دیر کې یي پر پاکستاني امنیتي ځواکونو حمله کړې ده، خو پاکستاني چارواکي په خپله دخندا وړ پرادعا ډیر ټینګ ولاړ دي دپا کستان دغه دخندا نه ډګه ادعا سړی ته هغه متل ور په زړه کوی چی وایی ( بګیرش که نګیریت)د پاکستان د صدراعظم سلاکار عبدالرحمن ملک چې د پاکستان د داخلي امنیت ساتنه هم ور په غاړه ده، تېره اوونۍ شکایت وکړ چې افراطیانو په بر دیر کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو برید کړی دی نوموړی ادعا کړې ده،چی افغان چارواکو له ډیورند کرښې پاکستان لور ته د سخت دریځو د اوښتو مخه نه ده نیولې. دا ادعا هم شوې چې تر سلو زیات وسله وال طالبان د ډیورند کرښې له دې غاړې، هاخوا اوښتي او په دیر کې یې پر دریو پوستو بریدونه کړي دي پاکستاني چارواکوداهم ویلي دی چی، په دې برید کې چې د چنګاښ په ۵مه وشو، لږ تر لږه۱۰ پاکستاني عسکر وژل شوي دي. پوځي چارواکي وايي، په دې حملو کې چې په بر دیر کې شوی، لږ ترلږه ۱۵ حمله کوونکي طالبان هم وژل شوي دي.

 پاکستان د دغې ادعا په مطرح کولو غواړي په کونړ او نورستان ولایتونو کې په خپلوپرلپسی راکټي حملو څادر وغوړوي. له کونړ راپورونه ښيي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دغه ولایت د پاکستاني پوځ د راکټونو د راورېدو له کبله لږ تر لږه ۵۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي.پاکستان پر افغان خاوره له توغندويي بريدونو سره په يوه وخت د افغانستان پر ضد پراخه تبليغاتي جګړه هم پيل کړې ده. پر افغانستان د پاکستاني توغندويي بريدونو له زياتېدو سره په يوه وخت پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې وسله وال د افغانستان له خاورې بر دير ته ور اوښتي او پر پاکستاني ځواکونو يې بريد کړى. له دې سره سم په  ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عبدالله حسین هارون له امنیت شورا غوښتي دي، چې د ده په وينا، په افغانستان کې د وسله والو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه پرېکنده ګامونه پورته کړي او دا کره کړي، چې نور به د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي. هارون، چې څلور ورځې مخکې يې د امنیت شورا غونډې ته خبرې کولې زیاته کړه: ((موږ به د هغو بریدونو په اړه چوپ پاتې نه شو، چې د افغانستان له خاورې زموږ پر پوستو ترسره کېږي دا په داسې حال کې ده چې افغان او پاکستاني لوریو په وار وار یو بل ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان او پاکستان خاوره به د یوه او بل پر ضد نه کارول کېږي. افغان لوري خو د خپلې دغې خبرې د کره کېدو په هدف دا موضوع له امریکا سره د همکاریو د ستراتیژیک تړون په موادو کې هم ځای کړه، خو پاکستان د خپلو خبرو عملي ثبوت نه دی وړاندې کړی ،د همدې تبليغاتو په شور او زوږ کې د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخارحسين ويلي چې موږ په پاکستان کې د افغانستان لاسوهنه نه شو زغملاى.پاکستان دا تبليغاتي جګړه پر افغانستان له ښکاره بريد سره په يوه وخت پيل کړې ده او غواړي په دې تبليغاتو سره پر افغانستان خپل بريدونه او دغه راز له افغانستان سره خپلې هغه ناقانونه کړنې توجيه کړي چې په دې وروستيو کې يې کړي دي. رښتيا خو دا ده چې څا باندې لس کاله کيږي چې وسله وال د پاکستان له خاورې را اوړي او په افغانستان کې خونړي بريدونه کوي، دا کار هره ورځ کيږي او هره ورځ له پاکستان څخه را اوښتي وسله وال په افغانستان کې ويني تويوي. دا يوازې يوه ادعا هم نه ده، په دې اړه کره شواهد شته، نړۍ پرې يوه خوله ده او آن پاکستاني چارواکي هم کله کله مني چې د دوى له خاورې وسله وال افغانستان ته ځي او هلته جګړه کوي. خو د افغانستان له خاورې پاکستان ته د وسله والو اوښتل د خندا وړ خبره ده، ځکه چې په سيمه کې فعال وسله وال ټول د پاکستان له خوا روزل شوي او تر ډېره د دوى په کنټرول کې هم دي، نو په داسې حال کې د افغانستان له خاورې د وسله والو د اوښتو ادعا يوازې په خندا ارزي،دسیاسی چارو کار پوهان او څارونکی وايي چی آیا د پاکستاني مشرانو دا منطق به پر ځای وي چې له افغان لوري دي طالبان ور واوړي او بیا دې په خپلو همسنګرو بریدونه وکړي؟خو برعکس ټوله نړۍ، غربیان، امریکا او په خپله د پاکستان په دننه کې څېړونکي او تحلیلګران اوس پر دې باور دي چې د ډیورند کرښې په پورې غاړه کې د القاعده شبکې، حقاني او طالبانو پناځایونه موجود دي، که داسې نه وي بیا څه اړتیا ده چې امریکا په دغه سیمه کې د خپلو بې پیلوټه الوتکو پر حملو ټینګار کوي؟ آیا اسامه بن لادن د پاکستان په زړه ایبټ اباد کې ونه وژل شو؟ آیا له افغان او امریکايي پوځیانو سره د جګړې په ترڅ کې په ځلونو ځلونو پاکستاني طالبان نه دي وژل شوي؟  هغه پاکستانی وګړی به د چا له یاده هم نه وي وتلی چې د ځانمرګي برید لپاره افغانستان ته راغلی و، په خوست کې ونیول شو او جمهور رئیس کرزي د حسن نیت له کبله چې  تنګی هلکان  و ځو ځلی، خوشې کړی دی او خپلو کورنیو ته یی لیږلی دې

 په عین حال کی د پاکستاني طالبانو پخواني مرستيال د پاکستان د حکومت دا ادعا چې ګوندې پاکستاني طالبانو ته په افغانستان کې خوندي ځايونه ورکړل شوي، د خندا وړ بللې ده او ویلی یی دی که په افغانستان کې د امريکا خلاف د جګړې جواز وي، نو پاکستان کې ځکه شته چې د ده په وينا دغه هېواد يې د لومړۍ ليکې ملګرى دى

 د پاکستاني طالبانو د غورځنګ پخواني مرستيال د پاکستان د حکومت دا تورونه بیځایه بللی دی چې  طالبان له افغانستانه ور اوړي او پر پاکستاني پوځيانو بريدونه کوي. دپاکستانی طالبانو دتنظیم مرستیال مولوي فقير محمد دا هم ویلی دی چی پاکستاني طالبان اوس هم د پاکستان دننه د ډېرو پخو ځايونود په نښه کولو توان لري. نوموړی ویلی دی افغانستان د دې وس نه لري چې د خپل يوه هسې مخالف پر ضد راپورته شوو ته ځاى ورکړي چې د ده په خبره د افغانستان امنیت نه غواړي ،ده افغانستان په پلوی ویلی دی چې که پاکستان يې مخالفينو ته پنا ورکولى شي، نو افغانستان ولې په دې کې پښه نيولى دى مولوی فقیر محمد همداراز دبی،بی،سی سره په خپله مرکه کی ویلی دی د پاکستان حکومت پر افغانستان دا الزامونه لګول دی چې د افغانستان له پولو نه طالبان راځي او پر پاکستان حملې کوي، نو دا خبره د هغو ځکه بې بنياده ده چې حملې دننه په پاکستان کې کېږي. هغه بله ورځ چې کوم پوځيان نيول شوي، يا وژل شوي او يا يې سرونه غوڅ شوي، د پاکستان په داخل کې شوي. د افغانستان حکومت موږ ته پنا نه ده راکړې او نه د اوس لپاره د دې وس لري، خو موږ په دې اميد يو چې په افغانستان کې الله داسې يو حکومت راولي، چې هغه د مسلمانانو د پنا ځاى وګرځي او د دې جوګه شي چې هر څوک چې په افغانستان کې نه يو نظام نه پرېږدي او نه يو نظم پرېږدي، بايد چې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي

  همدرنګه  دویلو وړ ده کله چې امریکا په ۲۰۰۹ میلادي کال د افغانستان او پاکستان دواړو په اړه خپله نوې پنځه کلنه ستراتیژي اعلانوله د امریکا متحده ایالاتو په ډاګه وویل چې طالبان، القاعده او نورې ډلې د ډیورند کرښې له پورې غاړه پرافغانستان بریدونه کوي او دلته امریکايي سرتيري وژني پردې سربیره که چېرې د افغان دولت مخالفانو د پاکستان له دننه څخه دې لور ته یرغلونه نه کولای، نو بیا څه اړتیا وه چې د امریکا د فشارونو په نتیجه کې د قضیې د ظاهري بڼې د حفظولو په خاطر دې د پاکستان حکومت په پوله کې ۸۰ زره پوځیان دیره او بیا وروسته لږ کړی، کابو یو نیم کال وړاندې د پاکستان مشهور سیاستوال افضل خان لالا په ډانګ پېیلې توګه ویلي و چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو په وسیله ځانمرګي بریدونه او حملې کوي. که له دې هم را تېر شو، نو په بر دیر کې خو د وروستي برید پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخستې ده همدارنګه د ملکنډ په سیمه کې د پاکستاني طالبانو یوه ویندوی سراج الحق د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته د ټلیفون له لارې د دغه برید مسوولیت اخستی چې پاکستاني پوځیانو د دوی پر کسانو برید کړی ،وروستی پوښتنه اوس دا ده چې د پاکستان له لوري د دا ډول تورونو پورې کول تنها دا معنی لرلی شي چی پاکستانی چارواکی د خپلو بامونو واورې زموږ افغانانو پر بامونو اچوي،او یوه نوې لوبی ته یی شروع کړی ده.

درا پورونو پر بنیاد په افغانستان کې د مېشتو ايساف سرتېرو اکمالاتي موټرو ته د لارې ورکولو د پاره د پاکستان او امريکا تر مېنځ وروستۍ روغه جوړه اسرايلو کړې ده  وروسته له هغه چې د پاکستان او امريکا د حکومتونو تر مېنځ اړيکې تر بدو بترې شوې اسرايلو د دواړو هېوادونو تر مېنځ د بيا ځلي روغې جوړې کولو هڅې پيل کړې د ی افغانستان ته د ناټو د اکمالاتي موټرو د ور خوشي کولو په موخه د اسرا يلو د دفاع وزير او د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف په لندن کې خبرې کړې او وروسته يې پاکستاني چارواکي دې ته تيار کړل چې بېرته امريکا ته د همکاری لاس ورکړي د پاکستاني رسنيو په خبره هغه وخت چې د اسرايلو د دفاع وزير ايهود باراک او پروېز مشرف په خبرو اخته وو د پاکستان او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو ورته په واشکنټن کې انتظار ايست پاکستان تر اسرایلو وروسته دنړی دوهم هیواد دی چی امریکا ور سره زیاتی مرستی کوی همدارنګه ياد دواړه هېوادونه د ملت جوړونې د پاره همېشه د مذهب نوم استعمالوي او دواړه يو په بل پسې د نړۍ ستر نا امنه هېوادونه دي اسرايل او پاکستان  دواړه هغه هېوادونه دي چې په خپلو ګاونډيو کې يې همیشه زوړنه خوړين کړي او که چیری امريکا ورباندې خپلې مرستې ودروي د نړېدو له ګواښ سره  به مخ کېږي او له منځه به ځی پای .


July 9th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی